امنیت

لس طالبان په بغلان کې ووژل شول

– کابل / د کب ٢مه / باختر
لس وسله وال طالبان تېره شپه په بغلان کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
د بغلان د پوليسو وياند احمد جاويد بشارت باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبآن د دغه ولايت د دهنه غوري او د مرکزي بغلان په ولسواليو کې د امنيتي اودفاعي ځواکونو پرپوستو د بريد په وخت کې ووژل شول او ٧ تنه نور وسله وال طالبآن ټپيان شول.
بشارت زياته کړه په دې پېښه کې په دهنه غوري ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانود جنګي وسايلو يوه ډيپو او څو سنګرونه ويجاړ کړى شول.
ختم-ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته