خبرونهامنیت

لس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
لس وسله وال طالبان تېره شپه د روزګان په دهراوود ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باختر آژانس خبریال ته وویل: وسله والو طالبانو د روزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د هېواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د برید نیت درلود چې د هېواد هوايي ځواکونو پرې برید وکړ چې په پایله کې ۱۰ وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ نور یې ټپیان شول.
دغه راز په برید کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یوه فابریکه هم ویجاړه شوې ده.
پای/ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته