امنیت

لس طالبان په زابل کې ووژل شول

– کابل /د سلواغې ٢٨مه /باختر
لس وسله وال طالبان په زابل کې دهوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
په دغووسله والو طالبانونن له غرمې مخکې د شهر صفا په ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي په دې هوايي بريد کې د طالبانو د ډلې ١٠ تنه غړي ووژل شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې، ٣ پوليسان په زابل کې د يوماين په چاودنه کې ووژل شول .
پردغو پوليسانو پرون ناوخته د شهرصفا په ولسوالۍ کې کله چې په ګزمې بوخت و د ماين چاودنه وشوه .
د زابل پوليسو په يوه خبرپاڼه کې دغه پېښه تاييده کړې ده
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته