خبرونهامنیت

لس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
په غزني کې ۱۰ وسله وال طالبان له پرونه راپدېخوا په نښتو او هوایي بریدونو کې ووژل شول.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د غزني د جغتو، قره باغ او ګیلان ولسوالیو په مربوطاتو کې د نښتو او هوایي بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.
سیرت زیاته کړه چې په یادو پېښو کې پنځه نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته