خبرونهامنیت

لس طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل / د لیندی ۳۰ / باختر
د طالبانو لس غړي په قندهارکې د پوځيانوپه نویو نښتو کې ووژل شول.
دغه جګړې له تېرې شپې څخه ترنن سهاره پورې د پنجوايي، ژېړۍ او شا ولیکوټ ولسوالیو کې هغه وخت ونښتې چې یوې ډلې وسله والو طالبانو د پوځيانو پر پوستو برېدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې په دغو جګړو کې ۳۶ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۸ نورټپیان شول.
د دغو برېدونو په ترڅ کې پوځيانولاس په کارشواو هغو پټنځي چې وسله والو طالبانو پر پوځيانو د یرغل لپاره وتلي وو پرې برېدونه وکړل.
د را رسېدلو خبرونوله مخې، په دغو برېدونوکې د طالبانو ۶ پټنځي له ټولوجنګي وسایلوسره يې له منځه لاړل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې، په قندهارکې د لسو ماینونو په کشفولو او شنډولوسره د یو لړ چاودنو مخه ونیول شوه.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته