امنیت

لس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل/ د کب٤مه/ باختر
د څلورو پاکستاني طالبانو په ګډون ۱۰ وسله وال طالبان تېره شپه په قندهار کې ووژل شول.
د ځانګړو ځواکونو قول اردومطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل؛ دغه وسله وال طالبان دهوايي ځواکونو په ملاتړ د قندهار د ارغستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کوماندويانو په عملياتو کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې ٤ پاکستاني ماين جوړونکي هم شامل دي.
خبرځاى زياته کړه په عملياتو کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يوه کارخانه او د چاوديدونکو توکو يوه زيرمه هم له منځه يووړل شوه.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته