خبرونهامنیت

لس طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
لس وسله وال طالبان په نورستان کې له افغان سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان تېره شپه له ډيورنډ کرښې په تېرېدو سره د نورستان د کامدېش ولسوالۍ ته راغلي وو او غوښتل يې د افغان سرحدي ځواکونو د سپرلۍ پر کاروان يرغل وکړي چې بريد پرې وشو.
د هېواد په ختيح کې يوه جګپوړي پوځي مقام باختر آژانس ته وويل چې په جګړه کې ۱۰ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل چې طالبان د ډيورنډ کرښې له اخوا څخه پر افغان ځواکونو د بريد لپاره نورستان ته راغلي وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم -ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته