امنیت

لس طالبان په نیمروز کې ووژل شول

– کابل / د کب ۱۴ / باختر
لس وسله وال طالبان تېره شپه د نیمروز په چخانسور ولسوالۍ کې د پوځيانوپه عملیاتوکې ووژل شول .
د نیمروزد امنیې قوماندانۍ یومسوول باخترآژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د نیمروز د چخانسورولسوالۍ په آواره کلي کې د پوځيانوپه عملیاتوکې ووژل شول.
په دې پېښه کې د طالبانو ۲ موټرونه ویجاړ، یوه پیکا، یو توغندی او ۲ کلاشینکوفونه ترلاسه شوي دي.
پای – د

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته