خبرونهامنیت

لس طالبان په هلمند کې ووژل شول

۳۱- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
لس وسله وال طالبان په هلمند کې له پوځیانو سره په جګړه کې ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.
دغه جګړه نن سهار هغه وخت ونښته چې یوې ډلې یرغلګرو د هلمند د لښکرګاه ښار پر امنیتي کمربند برید وکړ.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ یو مقام باختر آژانس ته وویل چې په دې جګړه کې د دوو پاکستاني طالبانو په ګډون ۱۰ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.
هغه وویل چې پوځيانو د موټرو پر پلټنې بوخت وو چې پرې برید وشو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځيانو د هلمند په ګڼ مېشتو لارو کې د ۲۱ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
تراوسه د دغو ماین ښخوونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته