امنیت

لس طالبان په پکتیکا کې ووژل شول

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د پکتيکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مټاخان ولسوالۍ پورې اړوند فولاد خېلو کلي کې، امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو پر پټنځی عمليات ترسره کړل چې په پایله کې ۱۰ وسله وال طالبان ووژل شول.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین باختر آژانس ته وویل چې په عملیاتو کې دوې پیکاوې، دوه کلاشینکوفونه او یو توغندی هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته