امنیت

لس طالبان په کاپيسا کې ووژل شول

– کابل /د کب ٦مه /باختر
لس وسله وال طالبان د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې ووژل شول.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند شايق شورش باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان د دغه ولايت په افغانيه دره کې د ګډو عملياتو د ترسره کولو په پايله کې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې دغه عمليات له ٤ ورځو راپديخوا د نجراب په افغانيه دره کې د طالبانوله شتون څخه د پاکولو په موخه ترسره شوي دي چې اوس هم دوام لري په دغو عملياتوپکې دوه امنيتي منسوبان شهيدان شوي دي.
ختم- شکريه – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته