امنیت

لس طالپان په بلخ کې ونيول شول

٨- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
لس وسله وال طالبان په بلخ کې د يوې جګړې په بهير کې ونيول شول.
په دې جګړه کې چې تېره شپه په بلخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پرپوستو د وسله والوطالبانو له بريدونو وروسته ونښته ٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو د يو ې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دغو وسله والوطالبانود افغان ځواکونو پرپوستو او د سپرلۍ په کاروان د دوى د يرغل په وخت کې له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول .
دغه قول اردو وويل چې په دې جګړه کې د طالبانو د ډلې ١٠ غړي ونيول شول ٤ يرغلګر ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
افغان ځواکونو د طالبانو له دغه بريد وروسته په بلخ ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې د طالبانو د ډلې د افرادو له شتون څخه د بلخ ولسوالۍ د څو کليو په پاکولو بريالي شول.
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته