ټولنه

لغمانیانو د دغه ولایت د والي پر ضد لاریون وکړ

کابل/ د وري ۲۸ مه/ باختر
د لغمان يو شمېر اوسېدونکو د دغه ولايت د والي رحمت الله يارمل پر ضد لاريون کړی او د کابل – جلال اباد لويه لاره يې د سرخکانو په سيمه کې د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ لاریون کوونکي وايي چې والي د قومونو ترمنځ تعصب ته لمن وهي، دوی پر مرکزي دولت غږ وکړ چې د یارمل پر ځای دغه ولایت ته نوی والي معرفي کړي.
په ورته وخت کې د لغمان والي رحمت الله یارمل بیا دغه تورونه ردوي او وايي چې لاریون کوونکي په غصب کې لاس لري او نه پرېږدي چې قانون پلې شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته