خبرونهاقتصادنړۍ

له افغانستان سره د آلمان مرستې د دموکراسۍ په رعايت سره مشروطې دي

وي او اې / د غويي ١٠مه / باختر

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس وايي چې له افغانستان سره هر راز راتلونکې مرستې به په دغه هېواد کې د دموکراسۍ په رعايت سره مشروطې دي.

ماس د پنجشنبې په ورځ کابل ته د سفر په وخت کې وويل: طالبان هم پوهېږي، دغه هېواد چې د وروستيو جګړو په بهير کې زيات زيانونه زغملي دي؛ په نړيوالو مرستو پورې تړلی دى.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ امريکا له افغانستان سره د ٣٠٠ میليونو ډالرو اضافي مرستو اعلام وکړ.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې ټاکل شوې ده د امريکا د جمهوررييس جو بايډن د تصميم له مخې، له افغانستان څخه د ناټو او امريکايي ځواکونو د وتلو بهير د مې په لومړۍ پيل او د سپټمبر تر ١١مې پورې بشپړ شي.

ماس دغه راز زياته کړه: که چېرې طالبان ټول دموکراتيک حقوق او موازين چې په دغه هېواد کې رامنځته شوي دي، رعايت نه کړي؛ نړيوالې مرستې به دوام ونه کړي.

له ١٩٩۶تر ٢٠٠١ کاله پورې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د ښځو حقوق او نور بشري حقونه محدود وو او اوس د ښځو د حقوقو او لاسته راوړنو د ساتنې په اړه زياتې اندېښنې شتون لري.

ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته