تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

له امریکا سره د اړیکو نوی باب

کابل / د چنګاښ ۵مه / باختر
واشنګټن ته د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني سفر پای ته ورسېد او جمهوررییس او ورسره پلاوی کابل ته را روان شوي دي. سفر د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیست.
د باختر آژانس مفسر دغه نوي باب ته کتنه کړې ده او لیکي:
جمهوررییس په دغه سفر کې د امریکا سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې له رییس، د کانګرس له مشرې او یو شمېر غړیو، په امریکا کې د افغانستان له دوستانو، دفاع وزیر، ملي امنیت سلاکار او په پایله کې د هغه هېواد له جمهوررییس بایډن سره وکتل.
د دغو ټولو کتنو اصلي موخه دا وه چې له یوې خوا جمهوررییس د امریکا لوړپوړیو مقاماتو ته د افغانستان رښتینی وضعیت تشریح کړي او له بلې خوا د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو لیدلوری روښانه کړي.
څه چې په لومړۍ خبرې پورې اړه لري؛ نو منو چې امریکایي چارواکي به د افغانستان پر وضعیت خبر وي؛ خو د هغوی دغه راز خبرتیا یا پر استخباراتي معلوماتو او په افغانستان کې لا د دوی د پاتي قوماندانانو پر رپوټونو ولاړه ده او یا هم د رسنیو پر رپوټونو.
څرګنده خبره ده چې دا ډول معلومات د جمهوررییس معلوماتو ته رسېدای نه شي. جمهوررییس چې په ورته وخت کې د افغانستان د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان هم دی، د افغانستان پر رښتیني وضعیت تر بل هرچا ښه خبر دی او دا وضعیت تر بل هرچا ښه تشریح کولای شي. ده د افغانستان اوسني واقعیعتونه تشریح کړل او ډېر ښه یې تشریح کړل.
دویمه خبره د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته د اړیکو د لرلید روښانه کول دي. دننه په افغانستان کې د ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن له پرېکړې وروسته داسې ذهنیت رامنځ ته شو چې ګونې امریکا یو ځل بیا افغانستان له پامه غورځوي او خپلې مرستې هم دروي. د سیمې یو شمېر مغرضو کړیو دغه راز آوازو او ډنډورو ته ښه لمن ووهله او معلوماتي فضا یې د ناهیلو او بې وسیو په ډنډورو سره ونیوله. دغه راز حالت وسله والو مخالفینو ته یو ډول زړورتیا ورکړه او هغوی په ځینو سیمو کې یرغلیز عملیات پیل کړل. مخالفینو داسې وګڼله چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دفاع او مقاومت وړتیا او ظرفیت نه لري او دوی کولای شي د ولسوالیو مرکزونه او پوځي قرارګاوې ونیسي. په ځینو برخو کې یې دا کار وکړ.
دا چې د یو شمېر ولسوالیو مرکزونو او پوځي قرارګاوو سقوط وکړ، جلا علتونه لري او اړوندې ادارې یې باید په اړه پلټنې وکړي؛ یو ټکی ښه روښانه دی چې وسله وال مخالفین د څو ولسوالیو په نیولو سره په جګړه کې روان وضعیت ته کوم ستراتېژیک بدلون ورکولی نه شي او همدارنګه نظام ته سقوط ورکولی نه شي.
د جمهوررییس په سفر کې روښانه شوه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکو کې نوی باب د همکاریو باب دی، د مشارکت باب دی او له افغانستان سره د هر اړخیزو مرستو د دوام باب دی.
جوبایډن او نورو امریکایي مشرانو ژمنه وکړه چې د امریکا مرستې به دوام مومي او دوی به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امکانات او تجهیزات برابروي او همدارنګه مالي ملاتړ به یې هم کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته