ټولنه

له ترکمنستان څخه د وارداتې برېښنا د مزو د ترميم کار پيل شو

کابل / د تلې٢٥مه / باختر:
د بلخ برېښنا رياست د لوړ ولتاژ کارکوونکو له لورې د شبرغان- مزارشريف په تګلوري کې د ترکمنستان د٢٢٠ کيلوواټه برېښنا د مزو غځولو او د براکټونو د ترميم کار چې مخکې د جګړو له امله زيانمن شوي و، پيل شو.
د هېواد په شمال کې د برېښنا رياست يوې سرچېنې باخترآژانس ته وويل؛ د جوزجان ولايت له تيمورک کلي څخه ترعلم خيلو کلي پورې د برېښنا د ټولو زيانمنو شويو مزو او براکټونو د ترميم کار بيا تمديد شوى دى او ټاکل شوې ده چې تر څو نورو ورځوپورې دوام ومومي.
د يادونې وړ ده چې د ويجاړ شويو مزو تمديدول به تر څو نورو ورځو پورې دوام ومومي او د برېښنا رسولو په خدمتونو کې به هيڅ ډول نميګړتيا رامنځته نه شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته