خبرونهاقتصاد

له حیرتان بندرڅخه افغانستان ته د سوداګریزو توکو بهير زيات شوی دى 

کابل/ د وږي٢٦مه / باختر

افغانستان ته د حیرتان بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد بهير ورځ  په  ورځ مخ پر زياتيدو دى.

له ازبکستان او یو شمیر نورو هیوادونو سره د افغانستان زياتره سوداګري د ریل پټلۍ او بار وړونکو موټرو په واسطه د حیرتان بندر له لارې ترسره کیږي. د محمد اشرف غني د حکومت په نسکوریدو سره ، د هوایی دهلیزونو او بندرونو له لارې له ګاونډیو هیوادونو او نړۍ سره د افغانستان سوداګري بنده شوې وه ، خو دغه بهير ورځ په ورځ  بيرته عادي حالت ته راګرځي .  د حیرتان سوداګریز بندر یوې سرچینې باخترآژانس ته وويل ؛ هره  ورځ  په سلګونو ټنه سوداګریز توکي د دغه بندر له لارې افغانستان او له افغانستان څخه   نورو هیوادونو ته ځي چې سابه ، وچه او تازه ميوه  نړۍ ته د افغانستان تر ټولو لوی صادرات دي او افغانستان د حيرتان بندر له لارې خپل زياتره تېل، خوراکي او ساختماني توکي واردوي.                               له بلې خوا، سوداګر بیا  په بشپړ باور سره وارداتو او صادراتو ته لیواله دي.           کارپوهان وايي چې  ورځ په ورځ د بانکدارۍ ننګونو په بشپړله منځه وړلو سره ، له نړۍ سره د افغانستان سوداګري به نورمال شي او د لومړنيو توکو بیې به هم په تدریجي ډول ټیټې شي.                                                                                  \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته