سیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

له طالبانو سره د سولې هوکړې برخلیک

۴۵- کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
جوبایډن د امریکا د ۴۶ جمهوررییس په توګه لوړه وکړه او اوس د نوې کابینې پر جوړولو بوخت دی. د دفاع وزیر په ګډون یو شمېر چارواکي یې ټاکلي دي. اوس پوښتنه دا ده چې سپینې ماڼۍ ته د نویو چارواکیو په راتګ سره به د امریکایانو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د تېرکال په فبروري کې د لاسلیک شوې هوکړې برخلیک څنګه کېږي؟
د باختر آژانس مفسر دې پوښتنې ته د ځواب موندلو کوښښ کړی دی او لیکي:
ډونالډ ټرامپ په سیاست کې پر ماجرا غوښتنې تورن دی او کله چې جمهوررییس و؛ نو هره ورځ امریکایان او نړیوال او په تېره بیا د امریکا د سیاست اصلي طراحان به د ده یوې نه یوې ماجرا ته منتظر وو. ده هم په کور دننه او هم په نړیوال ډګر کې د پرېکړو کلاسیک میکانیزم مات کړ او د پرېکړو پر مهال یې یوازې خپل نظر او لیدلوري ته ارزښت ورکاوه. له همغه پيله دا اټکل و که ټرامپ انتخابات بایلي؛ نو ځای ناستی به یې ټولې پرېکړې وننګوي. همداسې وشول؛ بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ د ټرامپ یو شمېر فرمانونه باطل کړل او دا لړۍ لا دوام لري.
له طالبانو سره د امریکایانو د هوکړې په اړه هم ډول ډول وړاندوینې کېږي. په تازه څرګندونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره د بایډن نوماند ویلي دي چې دوی له طالبانو سره لاسلیک شوې هوکړې ته نوې کتنه وکړي. پر دغې هوکړې نیوکې زښتې ډېرې وې او اوس هم شته. یوه نیوکه دا وه او ده چې په دغه هوکړه لیک کې د افغانستان حکومت له پامه غورځول شوی دی. دا نیمګړتیا ستونزې رامنځ ته کوي. د بېلګې په توګه د بندیانو د خلاصون موضوع. کله چې د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون موضوع مطرح شوه؛ نو دا ستونزه راپورته شوه چې بندیان خو د افغانستان د حکومت په زندانونو کې دي او د افغانستان حکومت له طالبانو سره کومه هوکړه نه ده لاسلیک کړې او نه په دې برخه کې کوم حقوقي الزامیت لري. افغان حکومت د سولې بهیر د پيل په هیله دا بندیان خوشي کړل. خو اوس طالبانو بیا د بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده. همدارنګه نورې ګڼې ستونزې هم شته او ډېر مسایل دي چې واضح تعریف غواړي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د سپینې ماڼۍ نوي چارواکي به دا موافقه باطله کړي او یا به په کې اصلاحات راولي؟ داسې ښکاري چې په موافقه کې ښایي کوم بدلون رامنځ ته نه شي.
د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد پاتي کېدل او د ده د ماموریت دوام د دې خبرې ښکارندویي کوي. ښایي نوې اداره د دغه موافقې د تطبیق بهیر ورازوي. ښایي دوی د لاسلیک شوې هوکړې هره ماده وڅېړي، ویې ارزوي او دا خبره سپینه کړي چې دواړو لوریو خپلې ژمنې پوره کړې دي او که نه. همدارنګه نوې اداره به د طالبانو چنلد ته ډېره پاملرنه وکړي، په ځانګړي ډول له القاعدې او نورو ورته ډلو سره د اړیکو شلول او د تاوتریخوالي کمول.
د افغانانو هیله او تمه دا ده چې د نوې ادارې چلند د افغانستان د واقعیتونو پر بنسټ ولاړ وي او سولې ته د رسېدو لپاره د افغان ولس غوښتنو، هیلو او ارمانونو ته ځواب وویلی شي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته