تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

له ملي بیرغ سره د ملت مینه

کابل / د زمري ۸مه / باختر
د زمري ۷مه د ملي بیرغ ورځ وه او دا ورځ په کابل او نورو ولایتونو، ښارونو، کلیو او بانډو کې په خورا پرتمینو مراسمو سره ونمانځل شوه. افغان ولس له خپل ملي بیرغ سره یوځل بیا دومره ستره مینه ښکاره کړه چې موږ د هېواد راتلونکي ته لا هیله من کوي.
د باختر آژانس مفسر له ملي بیرغ سره د ملت مینې ته کتنه کړې ده اولیکي:
د ملي بیرغ ورځې د نمانځنې مراسمو څو ځانګړنې درلودې. ترهرڅه وړاندې دا مراسم په کابل او نورو ټولو سترو ښارونو، کلیو او بانډو کې ترسره شول. همدارنګه په ټولو دولتي ادارو کې هم ترسره شول. که موږ په دولتي ادارو کې ترسره شوي مراسم او همدارنګه هغه مراسم چې دولتي ادرو تنظیم کړي وو، یوې خواته کېږدو اوهغه مراسم راواخلو چې عامو خلکو جوړ کړي وو؛ نو ګورو چې دا مراسم چا په زور نه وو برابرکړي، تپل شوي نه وو؛ بلکې خلکو په خپله خوښه ملي بیرغونه لېږدول او( هسک او رپاند دې وي زموږ ملي بیرغ) شعار یې ورکاوه. دا د کلمې په رښتینې مانا خودجوشه حرکت و. خلکو خپل احساسات څرګندول، له ملي بیرغ سره یې خپله مینه ښکاره کوله او له وطن سره یې خپله مینه ښکاره کوله.
که د پرونیو مراسمو ګډونوالو ته کتنه وکړو؛ نو ګورو چې په دغو مراسمو کې کوچنیانو، زلمیانو، د پاخه عمر خلکو، سپین ږیرو، ښځو او نارینه وو ګډون کړی و. دا رښتینی ولسي جشن و، دا له ملی بیرغ سره د خلکو د مینې اومحبت جشن و، دا د ملي هوډ‌ او ارادې جشن و، دا د افغانانو د ملت پالنې د عالي روحیې د څرګندولو جشن و. پرونیو مراسمو وښوده چې افغانان خپلو ملي ارزښتونو ته څومره اهمیت ورکوي او څنګه ښه یې پالي.
ملي بیرغ زموږ د ملي یووالي، ملي هویت او ملي حاکمیت ښکارندویي کوي. منو چې په ټولنه کې سیاسي او نور اختلافات تل شتون لري؛ خو دا اختلافات کله هم د ملت د یووالي مخه نیولی نه شي، د ملت اراده کمزورې کولای نه شي. پرون افغانانو له کوچینو ماشومانو نیولې بیا تر سپین ږیرو پورې او له ښځو نیولې بیا تر نارینه وو پورې، له روڼ اندیو نیولې بیا تر عامو خلکو پورې- ټولو او ټولو ملي بیرغونه په لاسونو کې نیولي وو او هره پلا به یې چې په لاس کې نیولی بیرغ پورته کاوه او رپاوه؛ نو ستر ملي غرور یې احساساوه، د دې تاریخي خاورې د رښتیني مالکیت احساس ورسره پیدا کېده او په دغو سختو شرایطو کې، چې هېواد دښمنې کړۍ د نظام د سقوط تشې تبلیغاتي ډنډورې خپروي، له دوی سره د هېواد پر ښې راتلونکې د کلک باور احساس پیدا کېده.
د ملي بیرغ د ورځې د نمانځنې مراسمو یو ځل بیا وښوده چې له هېواد او ملي ارزښتونو سره مینه د افغانانو په وجود کې لکه سمندر څپې وهي، دا ملت، هېواد پالی دی، زموږ مېړنی ولس خپلو ارزښتونو ته ژمن دی، دا ارزښتونه پالي او راتلونکو نسلونو ته یې د یو ستر ملي امانت په توګه لېږدوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته