ټولنه

له واورو څخه د پنجشیر د لوی لارې د پاکولو بهیردوام لري

کابل / د مرغومي / ۱۵ / باختر
د پنجشیر د فواید عامې ریاست نن له واورو څخه د دغه ولایت د لوی لارې د پاکولود کارخبرورکړ.
د پنجشیرد فواید عامې رییس عبدالحلیم (آغا ) وویل چې د دغه ریاست بشري او ماشینري ځواکونه نن سهارله پنځو بجوڅخه د پنجشیرد لوی لارې د پاکولوکارله سره پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه چې دغه لارې پاکول د پنجشیرد مرکز بازارک له مربوطاتوڅخه پیل شوی دی او د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ پورې به دوام وکړي.
د پنجشیرد فواید عامې رییس وویل : سره له دې چې په پنجشیرکې د واورې اورښت نه دی درېدلی ، نو یوشمېرسیمې په تېره بیا د دغه ولایت د لوی لارې واټونه بیا پاکولوته اړتیا لري.
هغه وویل چې د فواید عامې ریاست مسوولینو په صداقت سره د پنجشیرد خلکو د مرستوپه امرکې له هیڅ رازهلوځلوڅخه به ډډه ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پنجشیرله څو ورځوڅخه د درندو واورو د اورښتونو ډګر و.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته