ټولنه

له يو پوځي ټانګ سره د يو ريکشا د ټکر له امله يو ماشوم ووژل شو

– کابل / د وری۲۰ مه / باختر
په فراه کې له يو پوځي ټانګ سره د ملکي کسانو د سپرلۍ د يو ريکشا د ټکر له امله يو ماشوم ووژل شو.
دغه پېښه پرون ناوخته د فراه د پوليسو د مرکز په وړاندې هغه وخت رامنځته شوه چې يو پوځي هاموي ټانګ له يو ريکشا سره ټکر وکړ.
د پېښې يوشاهد باختراژانس ته وويل چې په دې پېښه کې د احمد جان په نامه يو دولس کلن ماشوم ووژل شو .
هغه وويل د هاموي ټانګ چلوونکى د دغې پېښې اصلي عامل دى.
شاهدان وايي چې پوځي ټانګ د دغه ماشوم په وژلو سره په بې پروايي خپله لاره ونيوله او لاړ .
د فراه امنيتي خبرځايونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته