خبرونهامنیت

له پاتې شويو ماينونو د فراه د پاکولو لپاره هڅې دوام لري

کابل / د لړم ٢٨مه / باختر

په فراه کې د پاتې شويو ماينونو د پاکولو او شنډولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

پوليس وايي چې د ماينونو د کشف او شنډولو بهير يې د فراه ښار له شاوخوا سيمو څخه پيل کړی دی او ټاکل شوې ده دغه پروګرام دغه ولايت ته تر غځېدلو لارو پورې پراختيا ومومي.

د فراه پوليسو د انجنيرى ټيم د ښخ کړاى شويو ماينونو د کشف او شنډولو لپاره ګومارل شوي دي.

د فراه پوليسو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغه پروګرام د پيل په لومړۍ ورځ فراه ښار ته څېرمه دوه کلي له ماينونو څخه پاک شول.

په خبرپاڼه کې خلکو ته ډاډ ورکړ شوى دى چې ډېر ژر به د ښخ کړاى شويو ماينونو له شر څخه خلاص شي.

په همدې حال کې د فراه خلک د ماينونو د پاکولو لپاره د پوليسو د دغه اقدام هرکلی کوي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته