خبرونهټولنه

له کابل او غور سره د باميانو لويې لارې تړلې دي

۲۹- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
باميانو ته يوشمېر غځيدلې لويې لارې د واورې د سخت اورښت له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې دي.
د باميانو د سړکونو د ساتنې او څارنې رييس انجنير محمد علي شهرستاني باختر آژانس ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې په باميانو کې د واورې اورښت دوام لري او د ځمکې پرمخ د واورې اندازه څه ناڅه ۳۵ سانتي مترو ته رسېدلې ده او د غرغري درې په تګلوري کې د واورې ښوئيدنې څلور پېښې هم رامنځته شوې دي.
هغه زياته کړه چې له يکاولنګ ولسوالۍ سره د پنجاب ولسوالۍ لاره د قوناق له لارې له دايکنډي ولايت سره د ورس ولسوالۍ لاره، د حاجي ګګ له غاښې څخه د کابل –باميانو لاره، د آق رباط له لارې د سيغان ولسوالۍ لاره او د صدبرګ غاښې په تګلوري کې له غور سره د يکاولنګ ولسوالۍ لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده. خو ويې ويل چې د کابل – باميانو لاره د شېبر غاښې له لارې د دراز قول غاښې له لارې د پنجاب او بهسودو لاره او له باميانو څخه تر يکاولنګ ولسوالۍ پورې لاره د ترافيکو پرمخ پرانیستې ده.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته