کابل / د سلواغې دويمه /باختر
د افغان ښځو شبکې يو کمپاين پيل کړى دى چې په کورنۍ کې تاوتريخوالي لږ کړي .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د افغان ښځو د شبکې مرستيالې روشن مشعل د دغه کمپاين د ترسره کولو هدف د يو او بل د منلو د فرهنګ رواجول وباله او زياته يې کړه . د افغان ښځو شبکه هلې ځلې کوي چې خلکو ته د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو له لارې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي له ناوړې پديدې سره مبارزه وکړي .
کورني تاوتريخوالى د افغانستان په ټولنه کې يوه ستونزه ده چې يوشمېرکورنۍ ځوروي.
دغه کمپاين چې د افغان ښځو شبکې پيل کړى دى له ښځو سره انفرادي خبرې ، د رسنيواومطبوعاتو له لارې تبليغات، په ټولنه کې له قومي مشرانو ،روحانيونواومخورو کسانو سره خبرې پکې شاملي دي چې د يو اوبل د منلو فرهنګ پراختيا ومومي.
دغه کمپاين اووه اوونۍ دوام کوي چې د راډيويي اوټلويزيوني پرګرامونوله لارې دمشکوکوکسانو او قربانيانوپه ګډون سره خلکو ته د تاوتريخوالي د زيانونو په اړه پوهاوي ورکول کېږي.
د ښځو د حقوقو يوه فعاله شکيبا د دغه شان کمپاين ترسره کول په کورنى کې د تاوتريخوالي د کمښت او د له منځه وړلو لپاره چې د ټولنې اساسي رکن تشکيلوي يومثبت ګام وباله او ويې ويل چې بايد د تاوتريخوالي له منځه وړل د يو مضمون په توګه د پوهنې په تعليمي نصاب کې شامل شي .
بايد وويل شي چې افغانستان د هغو هېوادونو له جملې څخه دى چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي پکې زيات دى اوهرکال يوزيات شمير ښځې د ډول ډول تاوتريخوالي قرباني کېږي خو دولت د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي په کمښت کې دومره بريالي نه و .
ختم_ ج_ ا