ورزش

لوګر کې د فوټبال د ( ډي) درجې روزنیز کورس پیل شو

– لوګر / د کب١٠مه/ باختر په لوګر ولایت کې د فوټبال د (ډي ) درجې روزنیز کورس پیل شو.
د فوټبال فدراسیون روزونکي وحیدالله واحدي نن رسنيو ته وویل چې دغه صنف نوېو روزونکو ته د زده کړې او پوهاوي لوړولو په هدف جوړ شوی.
هغه وویل دغه پروګرام نن پیل شوی او شپږ ورځې به دوام وکړي.
د واحدي په وینا په یاد روزنیز پروګرام کې به ٢٤ روزونکي عملي او نظري زده کړې وويني.
ټاکل شوې چې د دغه پروګرام په پای کې غوره روزونکي د آسیا (سي ) کټګورۍ ته هم ور وپېژندل شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته