امنیت

لوی درستیز: هغه څوک چې د قوم او مقاومت په نامه د اسلامي امارت پروړاندې ودرېږي ځپل کېږي

کابل/ د وږي٢٤مه / باختر
د ملي دفاع وزارت لوى درستيز مولوي فصیح الدین وايي، هغه کسان چې د قوم او مقاومت په نامه د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې ودرېږي هغوی به وځپل شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ملي دفاع وزارت لوى درستيز مولوي فصیح الدین نن په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، هغه کسان چې کسان چې د قوم او مقاومت په نامه د اسلامي امارت پروړاندې ودرېږي ځپل کېږي، دغه کسان د امنيت د ګډوډولو او په هیواد د کورني جګړې د رامنځته کولو په لټه کي دي.
هغه ټینګار وکړ، دوى ته به د” امنيت د ګډوډولو” او په “افغانستان کې د وينې تويېدو” اجازه ورنکړي.
هغه د مشخصو اشخاصو او ډلو نوم وانه خیست.
فصیح الدین ټینګار وکړ چې د اردو د جوړولو په اړه مشورې روانې دي او دا ځواکونه باید داسې وروزل شي چې د افغانستان ساتنه وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته