سیاستخبرونهټولنهTOP

مالېزیا په افغانستان کې ستر مرستندوی  مرکز پرانېزي

کابل/ د لړم ۲۸ مه / باختر

په ماليزيا کې د افغانستان سفیر محب الرحمن سپین غر د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي احمد اعظم سره په ​​سفارت کې وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې احمد اعظم ترکیې او قطر ته د خپل سفر پایلې شریکې کړې او د ژمي تر رارسېدو مخکې یې د افغانستان خلکو ته د درملو، طبي وسايلو، خوراکي او نورو اړتيا وړ توکو په ګډون د بشري مرستې پر مالونو بار ېوې الوتکې د استولو ژمنه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د مالیزیا د سولې نړېوال بنسټ په پام کې لري چې ډېر ژر په کابل کې یو لوی مرستندوی مرکز پرانیزي.

ټاکل شوې ده د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار به له سیمه ییزو سفرونو وروسته ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.

په کتنه کې يو ماليزيايي مرسته رسوونکي شاه حریر چې  افغانستان ته له اوږده سفر وروسته اوس  تازه مالیزیا ته ستون شوی، د خپل سفر د اهمیت او مهمو خاطرو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته