سیاستخبرونه

محب : د سولې خبرې بايد په هېواد کې دننه دوام وکړي

٥٠- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
په داسې حال کې چې د سولې د خبرو اترو او يا په بل عبارت په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو له پيل څخه څه د پاسه دوه مياشتې تېرې شوي دي د ملي امنيت سلاکار په هېواد کې دننه د دغو خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې ده .
د جمهوري رياست د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب نن په يو تيوت کې ليکلي دي د افغانستان د دولت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو پاتې پړاونه بايد په هېواد کې دننه ترسره شي.
هغه په هېواد کې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د دوام دليل د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنومخنيوى بللې دى.
هغه دغه راز ويلي دي چې په دې کار سره به د مرکچي هيئت د سفر په لګښت کې سپما وشي او د سولې په بهير ښه څارنه کېداي شي.
محب ويلي دي دولت د خبرو د دوام لپاره مشخص ځاى نه ده ټاکلى خو د طالبآنو په وړانديز د هېواد په هره سيمه خبرو ته چمتووالي لري.
په دې ترتيب محب په احتمالي ډول غوښتي دي ووايي چې دولت د طالبانو ترکنترول لاندې سيمو کې د طالبانو له ډلې سره خبرو ته هم چمتو دى .
د طالبانو ډلې تراوسه د ملي امنيت د سلکار وړانديزته ځواب نه دى ورکړى خو په زيات ګومان سره به هغه رد کړي .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته