سیاستخبرونهTOP

محمداشرف غني او جوبایډن تلیفوني خبرې وکړې

کابل/ د زمري ۲مه/ باختر

جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام د امریکا متحدو ایالتونو له جمهوررییس جوبایډن سره ټلیفوني خبرې وکړې.

په دې ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررییس جوبایډن یو ځل بیا جمهوررییس غني ته له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ او څرګنده شوه چې دغه ځواکونه به د افغانستان ساتنه او دفاع وکړي.

په همدې ترتیب دواړو جمهوررییسانو د سولې او امنیت د تامین او تلپاتې مشارکت لپاره د افغانانو پر ګډو هڅو، له افغان دولت سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي مرستو پر دوام، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر ساتنې هم ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته