خبرونهفرهنګTOP

محمدطاهر زهير او د مصر سفير د افغانستان او مصر ترمنځ د فرهنګي همکاريو د پراختيا په اړه وغږېدل

کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير نن په کابل کې د مصر له سفير سره په کتنه کې د افغانستان او مصر ترمنځ د فرهنګي همکاريواو اړيکوپر پراختيا ټينګاروکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې، په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار، د خپرونو د چارو او رسنيو سلاکار او دغه راز د دولتي ورځپاڼو رييس اوپه کابل کې د مصر د سفارت مرستيال هم حاضرو، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان اومصر ترمنځ د تاريخي او دوستانه اړيکو يادونه وکړه .
هغه څرګنده کړه چې افغانستان اومصر ډېرې تاريخي آبدې اوفرهنګي ميراثونه لري اوپه دې برخه کې مصر له ښو تجربو څخه برخمن دى .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان او مصر ترمنځ د فرهنګي اړيکو او همکاريو پر پراختيا ټينګاروکړاو د لرغونواثارو او تاريخي آبدو د ترميمولو اواحيا کولو، د سريال اوفلم جوړولو او ورځپاڼه ليکنې په برخو کې د روزنيزو پروګرامونو او د کتابونو د ګډ نندارتونونو، فرهنګي اوونۍ، سيمينارونواو ګډو فرهنګي غونډو د جوړولو په خاطر د مصر د همکارى غوښتنه وکړه .
وروسته په کابل کې د مصر سفير د دواړو هېوادونوترمنح د فرهنګي اړيکوپه پراختيا اوټينګښت کې د خپل هېواد علاقمندي څرګنده کړه او په دغو برخوکې يې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ته د مصر د پاملرنې او همکاريو ډاډ ورکړ.
ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته