خبرونهفرهنګ

محمدطاهر زهير د غير ملموسو فرهنګي ميراثونو د ثبت بهير پر ګړنډي کولو ټينګاروکړ

٣٤- کابل/ د مرغومي١٦مه / باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د آغاخان او فيروزکوه د فرهنګي بنسټ له استازو سره په غونډه کې د غيرملموسو فرهنګي ميراثونو د ثبت بهير پر ګړندي کولو ټينګاروکړ.
د باختر اژانس خبريال د خبرله مخې، په دې غونډه کې د اغاخان او فيروزکوه د فرهنګي بنسټ استازو د ناملموسو فرهنګي ميراثونو د مستند کولو، ثبتولو، څېړنې او سروې په برخو او دغه راز د ناملموسو فرهنګي ميراثونو د ديپارتمنټ په اړه چې اغاخان فرهنګي بنسټ جوړ کړى دى او د روزنيزو پروګرامونو او ورکشاپونو د جوړولو په برخو کې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره همکاري کوي د خپلو کارونو په اړه معلومات ورکړل.
دغه راز هغوى په دې برخو کې د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره د خپلو زياتو همکاريو ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرست د اغا خان او فيروزکوه فرهنګي بنسټ د فعاليتونو او کارونو قدردانۍ وکړه او د فرهنګي ميراثونو په تېره بيا دغير ملموسو ميراثونو د ثبت بهير پر ګړندي کولويې ټينګار وکړ.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته