کابل/ دوري ٢٦مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په تالار کې د هنر نړيوالې ورځې د درناوي په مراسموکې د فرهنګي اثارو رامنځته کول د خلکو د غم او وير په کمښت کې اغيزمن وبلل.
محمدطاهر زهير په دغو مراسموکې د هنرد تاريخ اوپه ټولنه کې دهغه د مقام اوارزښت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل : سره له دې چې جګړو، نا امنيو او بحران په وروستيو کلونوکې د هېواد هنر اوفرهنګ ته زيات زيانونه اړولي دي؛ خو هنرمندانو خپل رسالت ترسره کړی دی اوهلې ځلې يې کړي دي چې د هنري اثارو په پنځونې سره هم د خلکو غم او وير کم کړي اوهم خلکوته روحيه اوانګېزه ورکړي.
زهير زياته کړه : سره له دې چې زموږ په وخت کې په وياړ سره د فرهنګ اوهنر نوم نه اخيستل کېږي اود اطلاعاتواوفرهنګ وزارت له زياتو ستونزوسره مخ دى؛ خو د دغه وزارت دريځ دا دى چې د هنر اوهنرمند ملاتړوکړي.
زهير په دې غونډه کې دغه راز وويل: ټاکل شوې ده د دارالامان ماڼۍ يوه برخه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ته ورکړ شي او په هغې کې به د هنرمندانو هنري اوفرهنګي اثار نندارې ته وړاندې شي .
هغه دغه راز د وزارت د نوې ودانۍ د جوړولو په خاطر چې د هېواد د بډاي فرهنګ ښکارندوي وي ، د دغه وزارت د هلوځلو خبر هم ورکړ او زياته يې کړه:داطلاعاتواوفرهنګ وزارت اوسنۍ ودانۍ اوپه هغې پورې اړوند نورې ودانى نه شي کولاى زموږ د فرهنګ ښکلا نندارې ته وړاندې کړي.
په دې غونډه کې دهنر د عالي شورا مرستيال تيمورشاه حکيميار هم خبرې وکړې او د هغو هنرمندانوستاينه يې وکړه چې د طالبانو په توره دوره کې يې هلې ځلې وکړې چې د افغانستان هنري اثارخوندي پاتې شي .
هغه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت له مشرتابه څخه وغوښټل چې دارالامان ماڼۍ ته د ملي نګارستان د يوشمېر اثارو د لېږدونې په برخه کې زيات جديت وکړي .
اوس د ملي نګارستان ودانۍ تر ترميم لاندې ده اويوشمېر اثارو ته د زيان رسېدواويا هم د هغوی د ويجاړېدو امکان شته .
د افغان فلم رييسې صحرا کريمي هنرمندانوته د نظام د مسوولينو د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه او ويې ويل : هنرمندان په مالي ، حقوقي او ټولنيزو برخوکې هيڅ ضمانت او راتلونکي نه لري .
صحرا کريمي دغه راز له هنرمندانو وغوښتل چې په خپل هنر سره د يوبل ملاتړوکړي.
ختم-ج –ا