خبرونهامنیتفرهنګ

محمدطاهر زهیر د فاریاب د خبریالانو اتحادیې پر رییس برید وغانده

کابل/ د سلواغې ۲۳مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر د پژواک خبري آژانس پر خبریال او د فاریاب خبریالانو اتحادیې پررییس قطب الدین کوهي پر ترسره شوي برید خواشیني څرګنده کړه او دا برید یې وغانده. پرکوهي نن ماښام د میمنې په بازار کې ناپېژاندو وسله والو ډزې وکړې او هغه یې ټپي کړ. ډاکټرانو د هغه روغتیایي حالت مخ پر ښه کېدو بللی دی. محمد طاهر زهیر د دغه خبر په ترلاسه کېدو سخت خواشینی شو او پر دغه رسنیز فعال یې برید وغانده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کوهي ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه او څرګنده یې کړه چې خبریالان او د رسنیو فعالان بې پرې دي او هغوی په بې پرې ډول او د ژورنالیزم له اصولو سره سم اطلاع رسونه کوي او باید برید پرې ونه شي. محمدطاهر زهیر څرګنده کړه: دغه راز بریدونه نه شي کولای چې په هېواد کې د بیان آزادي زندۍ کړي، د رسنیو کارکوونکي به په اطلاع رسونه کې همداسې فعال وي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریالانو او رسنیو ملاتړ ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته