کابل/ د غبرګولي ۲۰مه/ باختر
جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د سره صلیب بین المللي کمېټې له نوي رئیس ایلوا فیلیون سره تعارفي کتنه وکړه.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي چې د ملکي او نظامي تلفاتو لامل ګرځیدلی اندېښنه څرګنده او هغه یې د نه منلو وړ وباله.
د افغانستان لپاره د سره صلیب بین المللي کمېټې مخکېني رئیس د دې بنسټ د نوي رئیس په توګه د ایلوا فیلیون د معرفي ترڅنګ وویل: موږ د افغانستان له ادارو او امنیتي او دفاعي سکتور سره د بشري حقونو د بین المللي قوانینو مطابق له دغو ځواکونو د ملاتړ په خاطر کار کوو، د سرغړونو پر مهال هغه ارزوو او اصلاحي اقدامات ترسره کوو.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان لپاره د سره صلیب بین المللي کمېټه په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې مذاکراتي پلاویو سره په اړیکه کې ده، چې د بشري حقونو بین المللي قوانینو اړوند مسایل د عمده بحث په توګه د سولې خبرو کې په پام کې ونیسي.
جمهوررئیس غني وویل:د افغانستان لپاره د سره صلیب بین المللي کمېټې راپورونه بې پري نه دي او باید د دې بنسټ د منشور پر اساس برابر او خپاره شي، د بېلګې په توګه د ماینونو ځای پر ځای کولو په اړه دغه بنسټ غبرګون نه دی ښودلی.
جمهوررئیس څرګنده کړه: په دوحه کې د سولې په خبرو کې د بشري حقونو بحث ته هېڅ پام نه دی شوی او باید دغه موضوع د دې بحث مهمه برخه وګرځي. هغه ټینګار وکړ: موږ د سولې خبرې منو، خو د طالبانو لوری خبرو ته نه حاضرېږي.
د هیواد جمهوررئیس له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تصمیم ته په اشارې وویل: په دې کار سره وضاحت او د اړیکو نوی فصل رامنځته شوی او د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ له ځان سره لرو، خو زموږ ټینګار د افغانستان پر ځان بسیاینې دی چې له بین المللي مرستو خلاص شو او د اوبو مدیریت او د مهمو زېربنایي پروژو عملي کول به موږ دې هدف ته ورسوي.