کابل/ د چنګاښ ۲۵مه/ باختر
جمهوررئیس محمد اشرف غني دمرکزي او جنوبي اسیا بین المللي کنفرانس په څنډه کې نن مازدیګر د جنوبي اسیا او ګډو ګټو لرونکو په چارو کې د انګلستان شاهي دولت وزیر لارډ احمد سره وکتل.
په دغه کتنه کې، لارډ احمد د ښځو د حقونو د ملاتړ، زده کړو، پیاوړتیا او پرمختګ له امله د جمهوررئیس غني قدرداني وکړه وې ویل، هیواد یې د ستراتیژیک شریک په توګه د ښځو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او انکشافي برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته چمتو دی.
جمهوررئیس غني وویل، د بې ځایه شویو کورنیو زده کړې او د هغوی مالي وده او ملاتړ یې له لومړیتوبونو څخه دی چې په خپلو پښو ودرېږي. هغه زیاته کړه، د ډیجیټلي کېدو پروسه باید سراسري او چټکه شي.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ سوله غواړو او طالبان دې د جګړې او تاوتریخوالي پر ځای د تلپاتې او باعزته سولې لپاره د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنه ومني. پاکستان دې په دې برخه کې صادقانه اقدامات وکړي.
هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ظرفیتونو او اتلولیو ته په اشارې زیاته کړه، د بین المللي ځواکونو له وتلو وروسته د چارو کنټرول زموږ په لاس کې دی.