خبرونهروغتیا

محمد اشرف غني له افغان- جاپان روغتون څخه کتنه وکړه

٣٧- کابل/ د ليندۍ٨مه/ باختر
جمهور رييس محمد اشرف غني له افغان – جاپان روغتون څخه کتنه وکړه.
د جمهوررييس د کتنې په وخت کې د ياد روغتون اړوندو مسوولانو د خپلوستونزو د بيانولو ترڅنګ د افغان- جاپان روغتون د وضعيت او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړوند معلومات ورکړل.
جمهوررييس وويل د دغه روغتون د ستونزود حل په مقصد د راتلونکې اوونۍ په بهير کې به يو لړ اقدامات ترسره شي.
افغان- جاپان روغتون چې د١٢٠بسترو ظرفيت لري اوس ٩٠ تنه په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وايي په دغه روغتون کې د ناروغانو د اړتيا له مخې ٣٠ نورې بسترې هم زياتېږي چې په ياد روغتون کې د بسترو شمېر ١٥٠ته رسېږي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته