سیاست

محمد حنیف اتمر، د سولې د خبرو په پياوړتيا اوبرياليتوب کې د ملګروملتوسازمان پر رول ټينګاروکړ

کابل /د کب ١٦/باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر نن د افغانستان لپاره د ملګروملتوسازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې ميرمن دبورا ليونز سره وکتل .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې د بهير په اړه خبرې وکړې او د سولې د خبرو په برياليتوب او پياوړتيا کې د ملګروملتو سازمان پر رغنده رول ټينګاروکړ.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير د سيمي هېوادونو ته د خپل کاري سفرونو په اړه د خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه سياسي حل لارې ته د رسېدو په اړه سيمه ييزه اجماع چې د دايمي سولې ضمانت وکړي مخ په پراختيا ده .
ميرمن ليونز هم په افغانستان کې د دايمي سولې په تامينولو او تضمينولو کې د سيمې د هېوادونو او د نړيوالې ټولنې رول حياتي وباله او د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع د پراختيا لپاره د ملګروملتوسازمان د پرله پسې هلوځلو ډاډ ورکړ.
دغه راز دواړو لورو د تاوتريخوالي د کمښت ،د اوربند د ټينګښټ ، د تروريستانو له خوا د افغانستان له خاورې څخه د نه استفاده کولو د اغېزمنو خبرو دوام او په افغانستان کې د دايمي سولې د تامينولو او ضمانت کولو او د سوله ييز حل لارې ته د رسېدو لپاره د ملګروملتوسازمان د امنيت شورا د ٢٥١٣ ګڼه پريکړه ليک تطبيق مهم او ارزښتناک وباله .
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته