فرهنګTOP

محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنک وزارت د فرهنګ او هنر د حالت د ښه والي لپاره هڅه کوي

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د هنر عالي شورا غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ د دغه وزارت په تالار کې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په هېواد کې د فرهنګي حالت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې په تېرو۴٠ کلونو کې په هېواد کې فرهنګ څنډې ته تللی دی.
هغه دغه وزارت ته د ځانګړې شوې کمې بودجې یادونه وکړه او په هېواد کې یې دغه بودجه د فرهنګ د ودې لپاره ناڅيزه وبلله او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د فرهنګ ودې ته پاملرنه مهمه وبلله.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د فرهنګي حالت د ښه والي په برخه کې د دغه وزارت د هلوځلو ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې د فرهنګ او هنر د حالت د ښه والي لپاره هڅه کوي.
وروسته د هنر عالي شورا مرستیال تیمورشاه حکیمیار د هنر عالي شورا د کړو وړو او فعالیتونو په اړوند خبرې وکړې.
همدارنګه د هنر د ملي جشن د جوړولو، د هغو هنرمندانو د ستاینې د څرنګوالي چې په هېواد کې یې د فرهنګي میراثونو د ساتنې په لاره کې زیات فعالیتونه ترسره کړي دي او دغه راز د افغانستان د ملي هنر د خونې د رییس د انتخاب او د هغه د مسلکي بورډ په اړوند خبرې وشوې.
دغه راز د کمېسيون غړیو د يادو مواردو په اړوند خپلې نظريې او پېشنهادونه وړاندې کړل او د شورا د فعاليت پر ښه والي يې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې د هنرمندانو هنري ارزښتونه بايد روښانه شي او حکومت دې د هنر عالي شورا زیات ملاتړ وکړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته