خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ځوانانو او په تېره بيا محصلانو سره هېڅ راز همکاري نه سپموي

کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديې رييس نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير سره په کتنه کې د دغې اتحاديې د موخو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديې رييس اميد مهريار په داسې حال کې چې د دغې اتحاديې د مشرتابه پلاوي يوشمېر غړي هم حاضر وو، د یادې اتحاديې د موخو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او له دغې اتحاديې سره يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه دغه راز د (افغانستان د محصلانو د ملي خبرو او د محصلانو د سراسري اتحاديې د جوړولو پروګرام) په اړوند چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې جوړ شي، هم توضیحات ورکړل.
هغه وويل چې دغه پروګرام به د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت په همکارۍ ترسره کړي چې په هغه کې به د هېواد له ټولو ولايتونو څخه د پوهنتونونو او د دولتي لوړو زده کړو موسسو د محصلانو استازي ګډون وکړي.
د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديې رييس څرګنده کړه چې په دغه پروګرام کې به د محصلانو استازي د سولې په بهير کې د محصلانو د دريځ او رول، د محصلانو د سراسري اتحاديې د جوړولو، د پوهنتونونو او د هېواد د لوړو زده کړو په نظام کې د محصلانو د ستونزو په اړوند خپلې نظريې، پيشنهادونه او طرحې وړاندې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: په هېواد کې فرهنګ ته څرنګه چې بايد پاملرنه وشي، پاملرنه نه ده شوې، په داسې حال کې چې فرهنګ بايد د کار په لومړيتوب کې وي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديې مشرتابه پلاوي ته د دغه وزارت د همکارۍ ډاد ورکړ او ويې ويل چې دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې له ځوانانو او په تېره بيا محصلانو سره هېڅ راز همکاري نه سپموي.
ختم- ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته