فرهنګ

محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نيالګيو د کېنولو ملي پروګرام په تحقق کې هر اړخيزه همکاري کوي

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د چاپېريال ساتنې ادارې له رييس شاه زمان ميوندي سره په رسمي کتنه کې د نيالګيو د کېنولو ملي پروګرام په تطبيق کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې شاه زمان ميوندي د نيالګيو د کېنولو ملي پروګرام په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې د چاپېريال ساتنې اداره د هېواد د جمهوررييس د حکم پر بنسټ د نورو اړوندو بنسټونو په همغږۍ، په پام کې لري په روان کال کې په ټول هېواد کې ٢۵ ميليونه نيالګي کېنوي.
ميوندي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د پوهاوي ورکولو، یوموټيوب او د ځوانانو او هنرمندانو د همکارۍ په برخو کې په دغه ملي پروګرام کې همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دې کتنه کې د چاپېريال ساتنې له ادارې سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
بايد وويل شي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررييس د حکم له مخې، د کب ٢٠مه د نيالګيو د کېنولو ملي ورځ نومول شوې ده.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته