خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له فرهنګيانو سره صميمي او همکار دی

کابل / د غويي ١۵مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن يوشمېر شاعرانو او ليکوالو ته د “کلک زرين اکاډمۍ” جايزې د ورکړې په غونډه کې ټينګار وکړ چې دغه وزارت هلې ځلې کوي چې له فرهنګيانو سره په سوله کې دايمي، صميمي او همکار واوسي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې د يوشمېر دولتي مسوولينو او علمي او فرهنګي شخصيتونو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د فرهنګي جايزې ګټونکو ته مبارکي وويله او د دغه پروګرام د جوړولو په خاطر يې د “کلک زرين اکاډمۍ” د دغه اقدام قدرداني وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ملت بابا د سلطنت له دورې څخه تراوسه د هېواد د فرهنګي حالت په اړه څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په وروستيو ۲۰ کلونو کې په فرهنګي برخه کې يوشمېر اساسي او بنسټيز کارونه ترسره شوي دي او بدلون رامنځته شوى دى.
هغه زياته کړه چې دغه بدلون د مديرانو او بنسټونو له خوا بنسټيز کېدو ته اړتيا لري او د فرهنګ متصدي بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دى چې د دغه وزارت پخوانيو مسوولينو په دې برخه کې زيات کارونه کړي دي.
محمد طاهر زهير څرګنده کړه: خو دغه کارونه تراوسه فرهنګي اړتياوو ته ځواب نه شي ورکولی او د هېواد د تاريخي فرهنګي مطابق نه دي او يو دليل يې دا دی چې په تېرو۲۰ کلونو کې فرهنګ په لومړيتوب کې نه دى نيول شوى.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: دغه وزارت هلې ځلې کوي چې له فرهنګيانو سره په سوله کې دايمي، صميمي او همکار واوسي او د هر راز فرهنګي فعاليتونو ملاتړ وکړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د “کلک زرين اکاډمۍ” مسوول نجيب الله منلي د دغه بنسټ د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه اکاډمۍ ۱۰ کاله وړاندې په فعاليت پيل کړى دى او هر کال د يوشمېر ليکوالو، شاعرانو، کتابونو او آثارو ته له ژوري وروسته جايزه ورکوي.
هغه زياته کړه: سږکال د شاعرانو او ليکوالو د ۲۰ انتخاب شويو کتابونو له جملې څخه چې يو تاجکستانی شاعر او يو ازبکستانى ليکوال هم په کې شامل دي؛ ۸ آثار د جايزې مستحق پېژندل شوي دي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق په خپلو خبرو کې د هېواد د فرهنګي حالت په اړه معلومات ورکړل او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې يې د فرهنګ نقش ارزښتناک وباله او تينګار یې وکړ چې فرهنګي احيا ته اړتيا ده.
په همدې ترتيب د ليکوالو اتحاديې رييس سيد رضا محمدي، ډاکټر احسان الله درمل او ګل نور بهمن په وار سره خبرې وکړې او د دغه پروګرام په جوړولو کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ مننه وکړه او د هېواد د نورو برخو د ودې او پراختيا په لاره کې یې د فرهنګ وده مهمه وبلله.
د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او يوشمېر مسوولينو د “کلک زرين اکاډمۍ” ستاين ليکونه، د مننې لوحې او جايزې شاعرانو او ليکوالو استاد محمد محق، تمنا توانګر، جنيد شريف، انور وفا سمندر، آمنه فنا او دغه راز د ازبکستاني او تاجکستاني ليکوالو جولان جولايف او استاد عبدالجبار سروش استازو ته ورکړې.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته