خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهير د افغانستان فرهنګي سياست د مسودې د بشپړولو بهير پر ګړندي کولو ټينګار وکړ

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ، د افغانستان فرهنګي سياست پر مسودې د بحث په خاطر غونډه نن د دغه وزارت د معینانو، رییسانو او سلاکارانو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې لومړى محمد طاهر زهیر خبرې وکړې او ويې ویل چې په تېرو کلونو کې د هېواد په فرهنګي برخه کې د تدوین شوي فرهنګي سياست او د لارنقشې نشتوالی یو له هغو جدي تشو څخه دی چې باید د لرې کولو په خاطر یې ډېر ژر عملي ګامونه پورته شي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاور نظيرزوى د فرهنګي سياست مسوده وړاندې کړه او د هغې د بېلابيلو برخو په اړه معلومات ورکړل.
د غونډې غړیو د فرهنګي سیاست د وړاندې شوې مسودې په اړه خپل نظریات او پېشنهادونه وړاندې کړل او د غونډې په پای کې تصمیم ونیول شو چې د وړاندې شويو نظريو او پېشنهادونو په رڼا کې د وزارت د رهبرۍ په غونډه کې د فرهنګي سياست د مسودې په اړوند بحث وشي او مسوده له بشپړېدو وروسته د تصويب په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شي.
پاى \ ع \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته