خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهير د باميانو د لرغونپېژندنې پارک او د غلغلې ښار د کار بهير پر چټکتيا ټينګار وکړ

۴۲- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د افغانستان لپاره د ايټاليا د همکاريو څانګې له مسوول سره د ويډيو کنفرانس له لارې، د باميانو د تاريخي آبداتو د ترميم او ساتنې د پروګرامونو په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د دغو تصويري خبرو په بهیر کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپېژندنې رييس نورآغا نوري او د تاريخي آبداتو د ترميم او ساتنې رييس ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي هم حاضر وو؛ د افغانستان لپاره د ايټاليا د همکاريو څانګې مسوول په باميانو کې د خپلو تر کار لاندې پروژو او پرګرامونو په اړه معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د یاد بنسټ له پاملرنې او همکارۍ څخه په منننې سره وويل: زموږ لپاره د غلغلې ښار او د لرغونپېژندنې پارک ترڅنګ، په باميانو کې د ضحاک ښار، چهل برج او د حلقوي سړک کارونه مهم دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د باميانو د لرغونپېژندنې پارک او د غلغلې ښار د کار پر چټکتیا او دغه راز د حلقوي سړک، چهل برج او ضحاک ښار د کار پر پيل ټينګار وکړ او ډاډ يې ورکړ چې دغه وزارت په يادو ساحو کې د کار زمينې په برابرولو کې له یاد بنسټ سره همکاري کوي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د لرغونپېژندنې رييس ته دنده وسپارله چې د یادو پروژو د پلان جوړولو او همغږۍ په برخه کې د افغانستان لپاره د ايټاليا د همکاريو څانګې له مسوول سره کار وکړي او پايلې يې د وزارت له مقام سره شریکې کړي.
پاى \ذ \ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته