فرهنګ

محمد طاهر زهير د “سرتېري فلم” جشن د پرانیستلو په مراسمو کې، د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غوڅ ملاتړ څرګند کړ

کابل / د کب ۷ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کب د نهمې (د سرتېري ملي ورځې) په درناوي د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په موخه د “سرتېري فلم” جشن جوړ کړ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير د دغه جشن د پرانیستلو په مراسمو کې د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غوڅ ملاتړ څرګند کړ.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه جشن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم رياست، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د سرتېرو او افسرانو د سرښندنو او اتلوليو په درناوي او د هغوی د ملاتړ لپاره د ملي راډيو ټلويزيون، د ملي دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو، د ملي امنيت د لوى رياست او د ملي امنيت شورا په همکارۍ په کابل کې جوړ کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه جشن د پيل په مراسمو کې خبرې وکړې او ويې ويل چې د هېواد د جمهوررييس له لارښوونې سره سم، څو کاله وړاندې د کب ۹مه (د سرتېري ورځ) ټاکل شوې ده چې دغه ورځ په ملي کچه نمانځل کېږي.
هغه زياته کړه: سږکال مو وغوښتل چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هېواد د سرتېرو بې سارې مېړانه د فلم او هنر په چوکاټ کې راونغاړو.
محمد طاهر زهير څرګنده کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو پروګرام ترلاس لاندې لري چې زموږ د زړورو سرتېرو چې په مېړانه د هېواد د آزادۍ، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي واکمنۍ دفاع کوي، فرهنګي ملاتړ وکړي او د “سرتېري فلم” جشن ترسره کول زموږ له دغو فرهنګي پروګرامونو یوه برخه ده.
وروسته د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود مياخېل او د کورنيو چارو وزير محمد مسعود اندرابي په وار سره خبرې وکړې او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، افغان فلم له رياست او ملي راډيو ټلويزيون له لوى رياست څخه یې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د دغه جشن د جوړولو په خاطر مننه وکړه.
هغوى د هېواد د دفاع او د سولې د ټینګښت په خاطر د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او سرښندنو چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې په مبارزې بوخت دي او دغه راز د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو او د هغوى د کورنيو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې ټول بايد د سراسري سولې او امنيت د تامينولو او د هېواد د پرمختګ او ترقۍ په خاطر کار وکړي.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت مرستيالې منيرې يوسف زاده په خپلو خبرو کې د ارواښادې جنرالې ډاکټرې سهيلاصديق خاطرې او خدمتونه بيان کړل.
هغې وويل چې جنرالې سهيلا صديق خپل ټول ژوند هېواد او خلکو ته د خدمت په لاره کې تېر کړ او يوه ځواکمنه او اتله ښځه وه.
په همدې ترتيب د افغان فلم رييسې ډاکټرې صحرا کريمي خبرې وکړې او د “سرتېري فلم” جشن د پيل په مراسمو کې یې د ميلمنو له ګډون څخه مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې دغه جشن د کب د نهمې (د سرتېري ملي ورځې) په درناوي او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ جوړ شوى دى.
دغه راز د مراسمو په پاى کې د ملي دفاع وزارت هنري ډلې هېوادنۍ سندرې اجرا کړې.
د يادونې وړ ده چې د “سرتېري فلم” په جشن کې ۵۵ لوړ او لنډ داستاني فلمونه، لوړ او لنډ مستند فلمونه او انيمېشن فلم چې محتوا یې د هېواد په دفاع کې د سرتېرو مېړانه، سرښندنه او مبارزې دي؛ په دغه جشن کې د سيالۍ په موخه استول شوي دي.
د دغو فلمونو له جملې څخه ژوري٣٠ فلمونه د سيالۍ او نندارۍ لپاره غوره کړي دي او د یاد جشن غوره فلمونو ته نغدي جايزې هم په پام کې نيول شوې دي
دغه جشن دوه ورځې نور هم دوام کوي.
پاى \ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته