فرهنګTOP

محمد طاهر زهير د مننليک په ورکولو سره د پوهاند محمد رسول باوري د کارونو قدرداني وکړه

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت د فرهنګ او هنر له پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري سره د مخې ښې په غونډه کې د مننليک په ورکولو سره د هغه د کارونو قدرداني وکړه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پلاوي او کارکوونکو په شتون جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د دغه وزارت د فرهنګ او هنر د پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري خدمتونه په قدردانۍ سره ياد کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې پوهاند باوري د خپل کار په بېلابېلو دورو کې خلکو ته د خدمت جوګه شوى دی او په بېلابېلو مهمو برخو کې يې خدمت کړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې خدمت له ديني او خلاقي نظره تر ټولو ستر ویاړ بلل شوی دی او د انساني وجودي فلسفه خلکو ته خدمت کول دي.
دغه راز محمد طاهر زهير پوهاند باوري ته د ژوند په نورو برخو په ځانګړې توګه افغانستان او د هېواد خلکو ته د خدمت په لاره کې د لابرياوو هيله وکړه.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري د دغه وزارت له مشرتابه او کارکوونکو څخه مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د دغه وزارت له ټولو چارواکو او کارکوونکو څخه یې ښې خاطرې لري.
هغه وويل چې په دغه وزارت کې د دندې پرمهال له خپلو همکارانو څخه يې ډېر څه زده کړي دي او د خدمت جوګه شوى دى.
د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د دغه وزارت مشرتابه پلاوي د دغه وزارت مننليک پوهاند باوري ته ورکړ.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته