خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهير: د هېواد د اساسي قانون په اړه باید ښه پوهه ولرو او په عمل کې یې رعایت کړو

٤٣- کابل / د سلواغې ٨ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مننليکونو په ورکولو سره ( د افغانستان د اساسي حقوقو د تمثيلي محکمې) پروګرام د فارغانو او جوړوونکو قدردانی وکړ.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د دغه پروګرام د ګډونوالو او جوړوونکو قدردانی وکړ او په ټولنه کې یې د قانون د تطبيق او رعايتولو د ارزښت په اړه معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه چې افغانستان له بحران سره لاس او ګرېوان دى او له بحران څخه وتل له حقوقي پوهې او فهم پرته ناشوني دي او دغه راز له ناوړه حالت څخه مطلوب حالت ته تېرېدل هم د حقوقو او قانون فهم ته اړتيا لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ژوندانه په بېلابېلو کچو او برخو کې پر قانونمندۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چې د هېواد اساسي قانون چې له ډېرو ښو قوانينو څخه دى، بايد په ښه فهم او ښه عمل سره اطاعت او رعايت شي.
وروسته د خاتم النبين پوهنتون رييس ډاکټر عبدالبصير نبي زاده، د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون غړي خليل احمد قيومي، د ليکس فرغانه بنسټ رييس محمد اسماعيل شاهد، د ( سولې او سواد لپاره د نسلونو بنسټ) مسوول حبيب الله اميني او د پروګرام يو جوړوونکي عبدالجميل قادري په وار سره خبرې وکړې.
هغوى د یاد پروګرام د موخو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې ( د افغانستان د اساسي حقوقو د تمثيلي محکمې) په پروګرام کې د هېواد له مرکز او ولايتونو څخه د حقوقو او شرعياتو د ۳۰ پوهنتونونو٣٤٠ محصلانو ګډون کړی و.
هغوى څرګنده کړه چې د دغه اته مياشتني پروګرام يوه موخه د محصلانو او ګډونوالو د ظرفيتونو لوړول، د قانون ښه پوهاوى او د قانون د واکمنۍ رواجول دي.
د غوڼدې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او يوشمېر مسوولينو د دغه وزارت مننليکونه د ( د افغاانستان د اساسي حقوقو د تمثيلي محکمې) پروګرام يوشمېر محصلانو او جوړوونکو ته ورکړل.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته