فرهنګ

محمد طاهر زهير: د هېواد سياسي شخصيتونه او بنسټونه دې فرهنګي او تاريخي ميراثونه د خپلو ګټو د تامين لپاره نه وسيله کوي

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په يوه خبري غونډه کې د “افغانستان خزانې” د آثارو په اړه معلومات ورکړل او له سياسي شخصيتونو او بنسټونو څخه يې وغوښتل چې تاريخي آثار او فرهنګي ميراثونه دې د خپلو ګټو د تامين په خاطر نه وسيله کوي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې په دغو وروستيو کې د “باختر خزانې” او د “افغانستان خزانې” په اړوند اندېښنې رامنځته شوې دي.
هغه وويل چې په “باختر خزانه” کې هغه آثار شامل دي چې په ١٩٧٨ او ١٩٧٩ کلونو کې د جوزجان له طلا تپې څخه ترلاسه شوي دي، خو په “افغانستان خزانه” کې هغه آثار شامل دي چې د بغلان له فلول تپې، د تخار له آی خانم ،د بلخ له زرګرانو تپې، بګرام او د جوزجان له طلاتپې څخه ترلاسه شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د “افغانستان خزانه” له ٢٠٠٦ کال څخه د نندارې په خاطر څو ځلې له هېواد څخه بهر ته واستول شوه او د ١٣٩٩ لمريزکال د پسرلي تر لومړیو پورې يعنې په ۱۳ کلونو کې په ۱۳ هېوادونو او د نړۍ په ٢٩ معتبرو موزيمونو کې نندارې ته وړاندې شوې ده.
هغه زياته کړه چې له دې پلوه په یاده موده کې د افغانستان د دولت لاسته راوړنه څه دپاسه٣۵٠میليونه افغانۍ عوايد وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: دا چې ګنې د “باختر خزانه” د افغانستان د پيسو پشتوانه وي، بې بنسټه او یوه اوازه ده او ټینګار یې وکړ چې تاریخي آثار د افغانستان بانک پولي پشتوانه نه ده.
هغه زياته کړه چې د “افغانستان خزانې” آثار د تاريخي، تمدني او فرهنګي ارزښت او د تمدني پرتم د پېژندولو او د افغانستان د وياړلې فرهنګي شتمنۍ د ارزښت په دليل له هېواد څخه بهر نندارې ته وړاندې کېږي.
محمد طاهر زهير وويل چې هر اثر ثبت او سجل دى او ناشونى دى چې څوک هغه لوټ کړي.
هغه زیاته کړه چې د هېواد د جمهوررييس له لارښوونې سره سم، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د “باختر خزانې” د آثارو د نندارې په اړه پر يو طرزالعمل کار کوي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه، دا چې ویل کېږي په تېرو وختو کې د “افغانستان خزانه” په یوه صندوق کې قلف وه او دغه صندوق اووه کونجي ګانې لرلې چې له اوو کسانو سره وې، دا له افسانې او اوازې پرته بل څه نه دي. د ملي موزیم یوه برخه آثار د ډاکټر نجیب الله د حکومت په دوره کې د افغانستان بانک زېرمو ته لېږدول شوي دي چې تل او په ټولو دورو کې د ملي موزیم مامورینو او موظفینو ساتلي دي او اوس هم ملي موزیم ټول تاریخي آثار ساتي.
محمد طاهر زهیر د هېواد له سياسي شخصيتونو او بنسټونو څخه وغوښتل چې د هېواد تاريخي آثار او فرهنګي ميراثونه دې د خپلو شخصي او سياسي ګټو د تامين په خاطر نه وسيله کوي.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته