خبرونهفرهنګTOP

محمد طاهر زهير: د کابل بالاحصار د افغانستان لپاره يوه مهمه تاريخي وداني ده

– کابل / د کب ۳ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د کابل بالاحصار د دېوالونو او ودانيو د ټينګښت او په دې ساحه کې د لرغونپېژندنې پارک د جوړولو په اړوند د همکارۍ هوکړه ليک، د آغاخان بنسټ د فرهنګي خدمتونو له رييس سره لاسليک کړ.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د دغه هوکړه ليک پر اساس د آغاخان بنسټ د فرهنګي خدمتونو څانګه د کابل بالاحصار د دېوالونو او ودانيو د ترميم او ټينګښت کار ترسره کوي او دغه راز په دې ساحه کې د لرغونپېژندنې او تفريحي پارک جوړوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د یاد هوکړه ليک د لاسليک کولو په مراسمو کې په خپلو خبرو کې د آغاخان بنسټ د همکاريو په تېره بيا د هېواد د تاريخي آبدو او فرهنګي ميراثونو د ترميم او ټينګښت په برخه کې د یاد بنسټ د فرهنګي خدمتونو څانګې د همکاريو قدرداني وکړه.
محمد طاهر زهير د کابل بالاحصار د تاريخي لرغونتيا او مقام په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه تاريخي وداني څه ناڅه ۵۰۰۰ کاله لرغونتيا لري او زياتره د هېواد د شاهانو د قدرت مرکز و.
هغه زياته کړه: د کابل بالاحصار د افغانستان لپاره له مهمو تاريخي ودانيو څخه دى او ۲۰ کاله د ظهيرالدين بابرشاه د واک او سلطنت مرکز و.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې په افغانستان کې ۵ سيمې (کابل، بلخ، قندهار، غزنی او بګرام) مهمې او د شاهانو مرکزونه وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په چهلستون بڼ، علم ګنج بڼ (د کابل ماشين خانه)، د هرات پنځم څلی چې کار به يې پيل شي او دغه راز په کابل بالاحصار کې د آغاخان بنسټ د پروژو يادونه وکړه او د دغه بنسټ د همکاريو یې مننه وکړه.
همدارنګه په دغو مراسمو کې د آغاخان بنسټ د فرهنګي خدمتونو رييس انجنير اجمل ميوندي په افغانستان کې د دغه بنسټ د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې له ٢٠٠٢ کال څخه تراوسه د آغاخان فرهنګي بنسټ په افغانستان کې د تاريخي آبدو او فرهنګي ميراثونو د ترميم، ټينګښت او ساتنې په برخه کې همکاري کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د یاد هوکړه ليک له لاسليک وروسته د کابل په بالاحصار ساحه کې د تاريخي آثارو د ترميم لابراتوار هم وکوت.
ختم-ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته