فرهنګTOP

محمد طاهر زهير: شپږ میليونه امريکايي ډالر د افغانستان د فرهنګي ميراثونو ساتنې ته ځانګړي شوي دي

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په يوه غونډه کې څرګنده کړه چې په جګړه ځپلو سيمو کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې نړيوالې اتحاديې (الف-ALIPH ) شپږ میليونه امريکايي ډالر د افغانستان لپاره ځانګړي کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په جګړه ځپلو ساحو کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره د نړيوالې اتحاديې د دغه اقدام قدرداني وکړه.
هغه وويل: دغه مرسته څلورو پروژو ته ځانګړې شوې ده: د کابل بالاحصار ساتنه او هلته د لرغونپېژندنې پارک جوړول، په هرات کې د سلطان حسين بايقرا مدرسې ترميم او بیارغاونه، په هلمند کې د بست لرغونې کلا او دروازې ساتنه او د کابل په مرادخانيو کې د څو تاريخي یادګارونو بیارغاونه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل: په دغو وروستيو کې د اسلامي نړۍ د روزنيز، علمي او فرهنګي سازمان (آيسيسکو) د فرهنګي ميراثونو کمېټې جام څلى د اسلامي نړۍ د فرهنګي ميراثونو په لست کې ثبت کړى دی. هغه څرګنده کړه چې دغه دوه فرهنګي بریاوې د هېواد د جمهوررييس د ملاتړ او هلوځلو په پايله کې ترلاسه شوې دي.
محمد طاهر زهير د هېواد د تاريخي آثارو او فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پرله پسې هلوځلو ډاډ ورکړ او له ټولو هېوادوالو څخه يې وغوښتل چې د هېواد د تاريخي شتمنيو او فرهنګي ميراثونو په ساتنه او د تاريخي آثارو د قاچاقو او په لرغونو ساحو کې د غير قانوني کيندنو په مخنيوي کې همکاري وکړي.
ختم-ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته