فرهنګ

محمد طاهر زهير په بريالۍ توګه د “سرتېري فلم” جشن د پای ته رسېدو مبارکي وويله

کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د “سرتېري فلم” جشن چې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې په مناسبت پيل شوی و، تېره شپه پاى ته ورسېد.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د دغه جشن د پاى په مراسمو کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د يوشمېر مسوولينو، فلم جوړوونکو او سينماګرانو په ګډون جوړ شو، په پیل کې د هېواد لومړۍ مېرمنې په خپل تصويري پيغام کې د “سرتېري فلم” جشن له جوړوونکو څخه مننه وکړه چې د دغه جشن په جوړولو سره يې د سرتېري لوړ مقام ته درناوي وکړ.
هغې وويل: افغان زړور سرتېري د دغه هېواد رښتيني اتلان دي؛ له خپل سر او ځان څخه تېريږي او هڅې کوي چې د خپلو هېوادوالو ځان وژغوري او تل د خپل هېواد مدافعان واوسي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې له ملي راډيو ټلويزيون، د ملي دفاع او کورنيو چارو له وزارتونو، د ملي امنيت له لوى رياست، له ملي امنيت شورا، د چارو له ادارې او هغو کسانو څخه چې د دغه جشن په جوړولو کې يې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرسته او همکاري کړې ده؛ مننه او قدرداني وکړه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د هېواد د جمهوررييس د پاملرنې په خاطر (له حاشيې څخه متن ته د فرهنګ د راوړلو فکر) چې د هغه په ځانګړي ملاتړ عملي کېږي؛ هم مننه وکړه.
هغه څرګنده کړه: موږ د “جمهوریت جام” چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د افغانستان هنرمندان او موسيقي غږوونکي پکې ونډه ولري ډېر ژر جوړوو او په راتلونکي کال کې ۱۰۰ ستر او کوچني ملي، نړيوال او سيمه یيز فرهنګي پروګرامونه تر لاس لاندې لرو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست هيله څرګنده کړه چې په راتلونکي کال کې له دغه جشن څخه لا پرتمين جشن جوړ شي او زياته يې کړه: هيله لرو په فرهنګي ګامونو سره وکولاى شوو په هېواد کې د سولې او امنيت په ټینګښت کې مرسته وکړو.
همدارنګه د افغان فلم رييسې صحرا کريمي په خپلو خبرو کې وويل چې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د “سرتېري فلم” جشن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د افغان فلم رياست د ملي راډيو ټلويزيون په همکارۍ او د ملي دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو، د ملي امنيت د لوى رياست او د ملي امنيت شورا په ملاتړ جوړ کړ.
هغې زياته کړه: په دغه جشن کې ۵۵ فلمونه استول شوي وو چې له جملې څخه یې نږدې۴٠ فلمونه سيالۍ ته لاړل او له دې جملې څخه ژوري پلاوي غوره فلمونه د جايزې وړ وپېژندل.
د دغه جشن د پاى په مراسمو کې، د مستند او لوړ مستند فلمونو د سيالۍ ګټونکو، د لوړ مستند فلم غوره تصویر اخیستونکي او ګارګردان او دغه راز داستاني او لوړ داستاني فلمونو، غوره فلمنامې، تدوين، غږ اخستونکى، تصوير اخستونکى او لوړ داستاني فلم ته جايزې ورکړ شوې.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته